IQNA

 په الاقصی جومات او د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د شهید اسماعیل هنیّه لپاره د جنازې غایبانه لمونځ اقامه شو

15:17 - August 04, 2024
د خبر لمبر: 3489636
ایکنا – په الاقصی جومات کې په جمعې ورځې په زرګونو فلسطینیانو د شهید اسماعیل هنیه د روح لپاره  چې په چارشنبې ورخې  په تهران کې د صهیونیسټي وحشی رژيم په وسیله ترور شو، د جنازې غایبانه لمونځ  اقامه کړ.

ایکنانیوز د رای الیوم خبری سایټ له قوله راپور راکړ،د قدس د اسلامی اوقافو ادارې په یوې اعلامیې کې ووئیل، چې د الاقصی جومات  د جمعې په لمانځه کې دیرش زره کسانو ګډون وکړ او د جمعې لمانځه له  اقامې وروسته د شهید اسماعیل هنیه قدرمن او لوی مجاهد د روح لپاره د جنازې غایبانه لمونځ هم اقامه کړ.

د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري د جمې لمانځه په دوران کې ددغه جومات له منبره د اسماعیل هنیه د شهادت تسلیّت ووایه او ددغه شهید مجاهد  لپاره ئې لمونځ ادا کړ.

ددغه راپور په اساس، لمونځ ګوزارو، چې د صهیونیسټ رژيم د پوځيانو له سختو محدودیّتونو سره سره ئې ځانونه الاقصی جومات ته رسولي وو، د الله اکبر و الله الحمد شعارونه ورکړل.

 همداراز فلسطینیو سرچینو د فلسطینیانو په وسیله د جمعې لمانځه له ترسره کیدا سره په یووخت د غزې،لویدیځي غاړې، او قدس په شمول د فلسطین په ګوټ ګوټ کې د شهید اسماعیل هنیّه د روح لپاره د لمانځه د اقامه کولو خبر ورکړ.

اقامه نماز برای شهید هنیه در مسجدالاقصی و برخی کشورهای جهان

 فلسطینی خبری سایټ ؛معا؛  راپور ورکړ چې د انډ،نیشیا په ډيرو جوماتون کې هم ددغه هیواد د عالمانو دشورا په بلنه  د اسماعیل هنیه، دغزې د او د فلسطین ددرستو شهیدانو لپاره د  جنازې غایبانه لمونځ اقامه شو.

په عین حال کې د انډونیشیا د پلازمینې جکارته ښار د ترټولو لوی جومات په عنوان په؛ استقلال ؛ جومات کې  دحکومتی مسئولانو او دخلکو د مختلفو پرګنو په شتون او ګډون سره د اسماعیل هنیّه پر روح  عایبانه لمونځ  اقامه شو.

اقامه نماز برای شهید هنیه در مسجدالاقصی و برخی کشورهای جهان

ددغه راپور په اساس ، دترکیې  په لسګونو زره خلکو هم دجمعې په ورځې ددغه هیواد پّ مختلفو سیمو کې د اسماعیل هنیّه شهید د روح لپاره  لمونځ اقامه کړ.

همداراز په یمن، پاکستان ،افغانستان،بحرین،اردن ،کویت او ځينو نورو هیوادونو کې هم په لسګونو زره مسلمانانو ددغه لوي شهید مجاهد د روح د ثواب لپاره د جنازې غایبانه لمونځ اقامه کړ او د وحشي اونیواکګر صهیونیسټي رژيم په ضد ئې خپله کرکه ونفرت نندارې ته وړاندې کړی دی.

اقامه نماز برای شهید هنیه در مسجدالاقصی و برخی کشورهای جهان

دا په داسې حال کې ډي چې د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف او ددغه هیواد د پارلیمان استازو د پارلیمان په ودانۍ کې ددغه قدرمن او لوي شهید مجاهد په خاطر لمونځ اقامه کړ.او دغه راز ئې په پارلیمان  کې هم د وحشي صهیونیسټي رژیم د سپیر او جنایتکار اقدام په ضد مسوده تصویب کړه او پر نړیوالو اورګانونو ئې غږ وکړ چې د جنایتکار او وحشي صهیونیسټي رژيم د نړیوالو قوانینو د چخڼي کولو په دلیل دې دغه رژيم محاکمه  او سزا کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4229694

captcha